(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دجهان په نقشه

په ژوند نن خوشحالې ده چې دا نوم رسمې اعلان شو د میـنې ګلستان کـې دغـه نــوم مــو د خپل ځان شو زخمې زړګی د قام شو په دې نوم باندې ټکور اوس ژوندون د خپلواکۍ کې چې دا نوم د خپل جانان شو نــېـکـمـرغــه دا نــامــه ده مـــبــــارک او بــخـــتــوره ښـایـست ښـکلا ګـډیـږی محبت کور هم ودان شو جـونـګـړه د پښـتـون تـل د تـاریـخ پاڼې عـنوان هـم قامونو سره سیال شو چې دا نوم د زړه درمـان شو تړون د محـبت ؤ پښـتونـخـوا نـوم چـې رسمې شو په نوم د خپلې خاورې تل خپل نوم هم ترجمان شو نسیم ستوري به تل هم په خـوبـونــو کـې لـیــدلــه د خوب لیدل رښتیا اوس په نقشه کې د جهان شو

-
بېرته شاته