(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سولی لمر

ای د سـولـی لـمـره پـاڅـه پـاڅـه اوس راخـیــژه ته وغــړوه سـتـرګــی پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته ای د سـولـی لـمـره دا وطـن مـې کـنـډواله شـولـو کاڼــې بـوټـۍ ژاړی ژونـد د مرګ په حواله شولو تـه رنــګــیـن سـحـر شـه او پـه سـولـه وغــږیـــږه تــه وغــړوه سـتـرګــی پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته ای د ســولــی لـمره د بــاچــا خــان نــظـریـه راوړه مـونـږ لـه کـه راوړي نـو ، دغـه ډکـه پـیمـانـه راوړه شه د پښـتونـخـوا بــیـرغ نــړۍ پـه سـر رپیږه ته وغــړوه سـتـرګــی پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته ای د سـولـی لمره سندریـز شانـتـی ماښـام جوړ کړه ته هم توری شپی ته رڼا ورځ سبا پیغام جـوړ کړه ويښ کړ ه وده زړونه په ويښ زړونو کې خندیږه ته وغــړوه سـتـرګــی پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته ای د سـولـی لـمـره د بـــابـــا فـخـری افـغـان نـاره ځـان ســره تـه راوړه د هـغـه اعظیـم انسان نــاره سوله ســوله راوړه زمـونــږ زړونــو کې وسـیـږه تــه وغــړوه سـتـرګــی پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته ای د ســولــی لمـره پــوهــه لاړه اوس جنګونو کې ورکـه شـوه پښـتـو ژبـه ښـونځـي او دفــتـرونــو کــې ته په پښتو سیوری شه په سر بانـدې ودریــږه ته وغــړوه سـتـرګــی پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته ای د سولی لمره طبیعت راته زرغون که اوس خپل خاوره ، خپل اختیار په لاس کې دپښتون که اوس جـوړه خوشحالې کړه زمونږ مخکی بیا نڅیږه ته وغــړوه سـتـرګــی پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته ای د سولـی لـمره نسیم ستوری انـتـظـار دی سـتـا بل خوا ته وګوره ټول پښتون ولس دی یار دی ستا ته د ژونــد رڼــا ئــې د مـرګـی نـه مــه ډاریـــږه ته وغــړوه سـتـرګــی پـــښـتـــنــو پـه سـر ځــلـیــږه ته

-
بېرته شاته