(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ژوند ارمان

د ژوند ارمان می په اجل کی پروت دی چی د ميچنی لاندی د ل کی پروت دی لکه شهيد د مور په غيږ کی پروت وی زړګی می داسی په ګوګل کی پروت دی د شهادت جامو کی ګور کی ښکته په وينو رنګ د ځمکی تل کی پروت دی د عشق کاروان کی سفرونه لرم تيت او پرک فکر می په منزل کی پروت دی ظالمی غوټی يي کړه خلاسی ترينه حفيظ مليار د زلفو ول کی پروت دی

اتريش ویانا

د يار سترګی د يار سترګی اثری دی جوړ د بنګو کنډولی دی ميکده د ترينه جار شی ډک جامونه د ساقی دی تکی سری دی لکه زرکی خماری دی نيشه يي دی ملنګان يي لاس په نام دی پتنګان يي سپيلنی دی له هرچا يي زړګی وړی له ملا که له امی دی هرچا کړی ګوته غاښ ته دا سپينږيری او که زلمی دی په حفيظ مليار نخری کړی ځکه اوښکی تری جاری دی

ويانا داتريش ښار 17-01-2009 -
بېرته شاته