(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لويه خدايه

په صفت د څوک مکين د پاس اسمان کړو څوک په نفس د را بهر د خلد مکان کړو چې انا او ضد دې مل زما افغان کړو خدايه پاکه ژوند دې ډير راته اوس ګران کړو دا زما د خپله لاسه په ما کيږي چي زما غلام د نن زما سلطان کړو دا د خپلو خطاګانو سزا مو مي پښتنو چې خپل وطن د جنګ ميدان کړو نور د صبرد زغملو توان مو نيشته ډير دې اوږد دا د صبر امتحان کړو پاکه خدايه ستا په لوئي کرم به کيږي په دا خپل تدبير کښي پاتې د انسان کړو لويه خدايه بس د امن دعا غواړم د فيروز دې که پوره دغه ارمان کړو

-
بېرته شاته