(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امن سندره

یادونه: د ساحر لدهيانوي دا نظم پیاوړی لیکوال او شاعر ښاغلی فیروز اپریدی د یو څه زیاتونی سره پښتو ته ژباړلی

معززو شريفانو انسانانو

ويـنـه خـپـله کـه د بـل د بـدن څـاڅـي د ادم د نـــسـل ويـــنـه ده بــــهـيـــږي جنګ خو جنګ وي که په شرق وي که غرب وي د دونيا د امـــــــــــــــــن ويـــــــنــه بـــــه تـــوئــيـــــږي بم په کور که په سرحد باندې غورځيږي سـل کـورونه د روحـونـو پـرې ورانـيـږي خپل پټي که د بل چا پټي سوزيږي لوږي تندې به په هر لوري زياتيږي دا ټينکونه چې په وړاندې وروستو کيږي د وطـــن زمـکې په شـاړو کښې بــدلــيــږي څوک سندرې د بري څوک د غم ساندې ژونـد پـه مـړو بـانـدې ويـر کـوي ژړيږي جنګ په خپله يوه لويه مـسئله ده په جـنـګونو مسئلې نه هـواريـږي اور او وينه به څه درکړي انسانـانو محتاجي او لوږه نوره سيوا کيږي مــــعـــــــززو شــــريــــفـــانــــو انـــســـانـــانــــــو جنګ به نکړو جنګ کښې هر څه تباه کيږي چي رڼا زما او ستا په کور کښي راشي دا د امـــــن شـمـع پـريږدئ چــې بــلـيـږي د خـپل ځان د زبادولو په خاطـرنـــن ضروري نه ده انسان د چې قتليږي؟ که د کـور تـورو تـيـارو تـه رڼـــا غـواړئ ضروري نه ده چې کور دی سوزل کيږي جنګ په نورو سنګرونو هم کول شي ضـروري نـه ده چـې ويـنـه دی توئيږي د ژوندون په مخ د عقل سترګې هم شته ليونتوب د ی پکــي هر وخت نه غړيـږي راشئ ورکې دا تيارې د بد بختئ کــړئ مــشالــونــه د فــکــرونــو دی بــلــيـــــږي ځئ چې جنګ وکړو د هغه بلاګـانو چې د امن د کارون مخې تـه کـيـږي جنګ د داسې تفرقو سره چې وکړو اتحاد په امن نور هـم سـيـوا کـيـږي چې وحشت او بربريت سره جنګ وکړو چـې پـه امـــن د تـهذ يـب لـمـن پـلـنيــږي جنګ دی وشي د مرګي د سياست سره د انـسـان بـقـا د امـــــــــــن پـه سـر کـيـږي جـنـګ د لـوږې ،غـريــبـئ سـره دی وشـي چې د ژوند د خوږو خوند په سيوا کيږي د بې لارو واکدارانو جـنګ پـکار دی چې په امن د بې وسو ځان خلاصيږي جنګ دی وشي د زردارو ستمګرو چـې غـلام د غـلامــــئ نـه ازاديـــږي جـنګ د هغې فلسفې سره دی وشي چې د امن د خيالونو سره جنګيــږي ځان له داسې دنيا جوړه کړو د مينې چې د امـن فرشـتې پـکښی اوسيږي

په روانه روانه کښې دا ترجمه په 2۵ دقيقو کښې په تاريخ2۹ دسمبر د شپې پاؤ کم يوه بجه سر ته ورسيده. فيروز اپريدي ،دوحه قطر Tranlated By: Feroz Apridi , doha Qattar -
بېرته شاته