(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شعر

بخت مندوخیل جنوبی پښتونخوا ژوب

هیلي می له درد سره پخلا سوی په یوه یوه اوښکی می له سترګو را جلا سوي په یوه یوه ما چی به ستا نوم پری اخیستئ هغه دخیال تسپي پري سوي بی طالبه بی ملا سوي په یوه یوه توري او زغري زموږ دپلار نیکه چیري دي چا یووړي ټولي غلا سوی په یوه یوه څومره پښتني په پردی جنګ کی کونډي بوريسوي مینزي سوي بی ستره بی کلا سوی په یوه یوه بخته زموږ دامن ښایسته او تاریخی سیمی څنګه دسرو وینو کربلا سوي په یوه یوه

رالیږونکی ښاغلی هحمد علی عمری -
بېرته شاته