(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژړا راځي

چه بیچاره ملت ته ګورمه ژړا راځي زمامدارانو د غفلت ته ګورمه ژړاراځي په هیڅ چاکی خواخوګۍ اوترحم نه وینم وطن ویجاړ حالت ته ګورمه ژړا راځي ټول افغانان یوو او بیرغ مو یو دی بیا چه د ژبو تبعیضو ته ګورمه ژړا راځي وطن زمونږ واک یی د پردو په لاس دی د رحمن بابا شعرو ته ګورمه ژړا راځي وطن مو ښکلې غرونه او باغونه لري چه د شهیدانو هدیروته ګورمه ژړا راځي کور د ننګیالیو ده، زمریان پکې دي چه د ګیدړو نیرنګو ته ګورمه ژړا راځي افغانان یوو، ښکلۍ تاریخ اوغیرت لرو مونږ بیا د ګاونډیو دسیسو ته ګورمه ژړا راځي راځی چه د اغزو په ځاې ګلان وکرو بیا د غمازانو پلانو ته ګورمه ژړا راځي سوله او نیکمرغي د وطن، شعار دی زمونږ د ‌حامد شړیدلي ګریوان ته ګورمه ژړا راځي اسدالله حامد پیاروخیل پوهیالی جاپان ۱۱.۲۰۰۸ *** غزل چی بهار شي په چمن کٍې بلبلان خاندي د تورو شپو ّپه محفلو کې عاشقان خاندي پیغله چه ګودر ته هر سهار را وځی توراوربل کې یې نتکۍ او سور پیزوان خاندي چه د نجونو شروماشورشي د ګودر په غاړه په چمن کې مات بڼګړي او سره مرجان خاندې څوک مینه،څوک نڅا او څوک دعا کړي د جامونو په محفل کې ساقي او زاهدان خاندي مۍ راواغله چه پری هیر کړو د جانان غمونه په پیاله کې د یار زلفې تار په تار خاندي چیرته چه ځم غم راسره وي د یار په رنځور زړه کې می د مینې سورانګار خاندي امید لرم دیدن ته، نا امیده نه یم د جانان کوڅه کې بیا بیلتون او حریفان خاندي د جانان وصال ته همیشه سترګې په لاریمه په مین زړه کې مې د یار د زڼې خال خاندي د میني خوند مې د خپل یار ونه لید زه حامد پوهیږم چه په حال مې ټول جهان خاندي

جاپان ۲۰۰۸، د لوې اختر ورځ
-
بېرته شاته