(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

سر به ښکته چا ته نه کړم په جــهان کــښی زيږيدلی يم لمن د کـــــــــــــوهـــستان کښې هسـې رنـګه بـی ايمان دی په پـــښتو کښې لکه څنګه چې پښتو می ده په ايمان کښې لـکـه غـاښی د خـيـبـر چـې ټـيـنـګ ولاړ دی هـــر غــيــلـم وتــه ولاړ يــم پــه مـيـدان کښې څـه کـه خـاورې مـی جـثـه شـوه سـتا د لاسه اسويلی وی دی چی ګرزی په اسمان کښې دغــه پـيـر د پـيـر زوئينې بـه هـــم تــېـر شـي اې يـوسفه داسې کـيــږې په کـنـعـان کښې مــا خــو مـخ د پـســرلــی چـــرتـــه و نــه لــيـد چی ستومانه می ښه ځان کړ په خزان کښې مـــا لــــپـاره هــغـه لـــومـــی د صـياد شـــوې امـــيـــلونــه چـی په لاس وو د باغوان کښې پـــه پـــوکـــــــو د دښــمـنـانـو بـه مـړه نـه شـې د پـښـتـو شـمـع بــلـــيــږې پـه طـوفـان کښې

-
بېرته شاته