(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داوړی ماښامی

چی د اوړی ما ښامی وای پاس د بام په سر ناستی وای د بام څڼډه کی ګلان وای چمبيلی وای کشمالی وای مه قالينی وای مه کوچ وای اوار کړی مو پزی وای د چينی له او بو ډک مو هلته خوا کی يو منګی وای چی اوبه مو پکښی څکلی يو د خټو کڼډولی وای دسترخوان وای خوری شوای او د مور د لاس پخلی وای چی سابه وای او سکړک وای له شوملو ډک ځګړی وای ښه توتان مو وای سنډلی په زولی کی يو خری وای نارنج ګل وای غوړيدلای ډک له عطرو يي نيالګی وای خوږ اواز مو په غوږو وای مست مو سيند عليشنګی وای د سپو ږمی رڼا ته ناست وای نه د برق نه چراغګی وای وای د شولو نهلونه يخ شمال نری نری وای الوتلی په هواکی د ماښام اوربلکی وای کاشکی مور راته ژوندی وای چی ويلای يي بچی وای مور قصی راته کولای زه له موره سپيلنی وای چی د مور د ارمان بڼ ته زه ثمر او زه سپرلای وای مور پنځه وخته لمانځه کی راته غوښتی يي بر ی وای کاشکی بيا هغه تير وخت وای کاشکی بيا ورته زلمی وای د حفيظ مليار ارمانه اوس نو سوزه په ارمان کی چی ژوندون د وای په کلی څومره خوښ به د زړ ګی وای

اتريش وياناAbdul Hafiz Malyar Sapi -
بېرته شاته