(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اختر لنډئ

ټولوونکی : سمیع الله امیني

اختر نږدې دى ياره راشه مباركي به يو بل ته وركوونه اختر نږدې دى روژه لاړه ليلى به چا ته سرې منګولې ښكاروينه اول روژه وي بيا اختر وي په بيلتانه پسې وصال دى رابه شينه اختر په ټوكو ټوكو راغى نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويزونه اختر په ورځ دې ځان سينګار كړ څوك دې په زړه دي كه ډډه وهې ټالونه اختر يوه لويه خوشالي ده چې زړونه اخلي پرې د عمر پيوندونه اختر زما په نصيب نشته زه د وصال په تمه ستا يم مړ به شمه اختر له تاسره ښاييږي نور خلك خوشې د اختر هوس كوينه اختر پرون تېر شو عالمه د بغداد دو كوترې نن راغله سېلونه اختر پرون وو پرون تېر شو د دامان كوترو نن سره كړه لاسونه اختر په وخت د ګلو راغى زما نازك زړګي نه خيژي فريادونه اختر ته ځكه خوشالېږم چې مرور جانان به ما پخلا كوينه اختر ته ځكه خوشالېږم چې مسافر اشنا مې كلي ته راځينه اختر ته ډېره خوشاليږم زما د يار وعده اختر دى رابه شينه اختره! تل تر تله اوسې زه د الله په در كې دا دوا كومه اختره! تل تر تله اوسې چې د بېلتون په كور تر مرګه وي ويرونه اختره! څنګه به خوشال شم چې مې په زړه پراته دلۍ دلۍ غمونه اختره! څومره بختور يې چې دوه ياران يو بل ته غېږې وركوينه اختره! ستا خوشالي څه كړم زه د بېلتون د لاسه اور كې ستي شومه اختره! شكر دى چې راغلې په انتظار درته له ډېرې مودې ومه اختره! ډېر دې احسان مند يم چې مرور اشنا مې بياغېږ ته راځينه اختر چې تېر شي بيا به راشي دا د ځوانۍ عمر به بېرته نه راځينه اختر خو راغى يار مې نشته د خندا ډكه خوله به چا له وركومه اختر د جونو مبارك شه زنړۍ د بل وطن مرغان دي لاړ به شينه اختر د واړومبارك شه كه مسافر وي كه د يار له څنګه وينه اختر د واړو مبارك شه زه به خپل سره لاسونه يار ته وركومه اختر دې تا ته مبارك شي چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه پر ما هغه ورځ اختر ده چې شيرين يار مې د ډولۍ په مخ كې ځينه پېزوانه خندا هوسېږه سبا اختر دى پاس په شونډو به دې وړمه پېزوانه زېرى مې درباندې سبا اختر دى په سرو شونډو به دې وړمه پېزوانه كوز شه اوبه وڅښه سبا اختر دى په سرو شونډو به دې وړمه ته د اختر په سبا راشه زه به دروځم تورې سترګې سره لاسونه چې اختر راشي موزي پټ شي چې اختر تېر شي موزي بيا راښكاره شينه چې مازيګر شي ښكته لمر شي په چا اختر شي څوك د غم ژړا كوينه ځه اختر په سبا راشه زه به دروځم تورې ستركې سره لاسونه خاونده ژر تر ژره اختر كړې چې د عاشقانو سره وشي ديدونه خلك اختر له جامې مينځي زه په ګولو ويشتلى زړه ټكورومه خلك اختر له كالي مينځي زما جامې د يار په بوى دي نه يې مينځمه خلك به وايي چې اختر دى پر ما خو نه دى چې له ياره جدا يمه خلك د اختر په ورځ ديدن كړي زما قلم كاغذ په لاس بېديا ته ځمه خلك كالي كوي اختر دى زه د شهيد جامې په خوا كې ګرځومه خلكه! زما به څه اختر وي چې بېلتانه راته خيمې وهلي دينه خلكه! زما به څه اختر وي انبار غمونه بېلتانه راكړي دينه خلكه! زما به څه اختر وي چې بېلتانه په سر سر تور تړلى يمه د اختر شپه د هغې زار شه په كومه شپه چې سر ديار په څنګل ږدمه د اختر ورځ د خوشالي ده يار مې مېلمه دى د زړه غوښې ورته ږدمه دا نمر زېړۍ وخت مازيګر دى په چا اختر دى څوك د غم ژړا كوينه د روژې هر ماښام اختر دى ټوټې ټوټې د پېشلمي د لاسه يمه د غم اختر د غم سيلونه د غم بازار دغم سودا په كې كومه زما اختر به څه اختر وي په داسې ورځ چې زه جدا له ياره يمه زما د زړه ارامه راشه په تمامي جهان اختر پر ما غمونه سبا اختر دى خوشالي ده زه به بې ياره خوشالي څه كړمېنه سبا اختر دى يار مې نشته د ګاڼې ډكه به د چا غېږې ته ورځمه سالو يې دوه رنګه په سر كړو په چا يې اختر كړو چا له يې وركړل ډېر غمونه شپه د اختر وه كه د قدر چې د اشنا سره مې وشوه ديدونه عالم اختر كا جامې وينځي زه به هاله اختر كوم چې يار له ځمه عالم اختر كا جامې وينځي زما اختر به د ديدن په ورځې وينه كه دې اختر په شپه رانغلې نصيب دې مه شه د لنډې زنې خالونه مخ دې قمر شغلې د لمر كا په چا اختر كا څوك د غم سودا كوينه مياشت د اختر ښكلى ښكاره شوه ربه اوس تږى د جانان د ديدن يمه ورځ د اختر ده نور څه نه دي په سره جوړه كې راته شنه له خندا شينه يو د اختر په سبا راشه زه به دروځم تورې سترګې سره لاسونه په سپينه خوله كه روژه ماته د كفارت روژې به دواړه ونيسونه په سين كې زر كـښتۍ لاهو كړه سبا اختر دى د خپل يار سلام له ځمه

-
بېرته شاته