(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انجام

دستوروپه رڼاځمه ګل پام مې لټومه تياروکې تپ اوتورشومه انجام مې لټومه چاوېل راته پخپلوزهرولاس ځماککړدي ګرځيږمه خلاصون ته ارماغان مې لټومه هرشاخ زخمي زخمي دی هره پاڼه بادوهلې وطنه ستاسپرلي ته به پيغام مې لټومه دنياشوله سپين سترګې دسپوژمۍ کورته لارغواړي پښتون يم بدنصيب وينوکې ځان مې لټومه زاهدماماپه لپوکې جنت دخدايه،ج،غواړي زه وړم په سرسکروټې انتقام مې لټومه شهيده ترمزاردې تاوراتاولکه يتيم شوم مړې اوښکې دګريوان يمه مقام مې لټومه اينې ته مخامخ شم خپل تصويرراته پره دئ شي غزل د،اصلزي،شمه الحام مې لټومه سويډن 2008-12-02

Ghazal Anjam Sabir Asilzay Sweden -
بېرته شاته