(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوس د نړۍ نقشه کې کور د پښتنو وليکئ

زمـــا په دواړو اوږو نــــاستو فرښتو وليکئ زما په سـر که څه ليکئ نو په پښتو وليکئ د پاکې مينې ګناه ګارو چې منکر پرې نشئ د رقيبانو الــــزامونه پــه تندو وليـــــــــــــکئ پــــه ښـــايستونو پسې ورکـــــو لېونو ملګـــرو زما په زړۀ کښې د ګل مينه په اغـزو وليکئ زماپه لاسو کې په پښو کې ديوتاګانو د وخت د زندګۍ نـــــوم د اجل پـــــــه زولنو ولـــيکــــــئ د ځنځـــيرونـــــو خالقانـــــو ـــ د وحشت زامنو ! مـا پــه فطـــار کښې د ژوندون د لېونو وليکئ ای شاعــــــــرانو ـــ د قلـــــــم په ازادۍ مئينو ! حـــــال د بلوچـــــــو ماشومانو د سلګو وليکئ د ازادۍ عـــــــالمبردارو د نـــــــړۍ قــــــامونـــو اوس د نړۍ نقشه کښې کور د پښتنو وليکئ

Os da donia Naqsha ki Koor da Pakhtano Walekai Rahmat Shah Sayal -
بېرته شاته