(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

بدبخته خلګ په سړی باندې ملنډي وهی ځان ځنی ورک وی په ژوندی باندې ملنډي وهی هره نشه یی وی عادت ورځخه دریغ نه کوی ښکاریږی دا چی په مرګی باندې ملنډي وهی چی یی په جیب کی نه پیسي وي نه یی کور کی څه وی خلګ په داسی لیونی باندې ملنډي وهی دچا له زړه نه چی بهار دمینی کوچ کړئ وی هغه به خود په تورپیکی باندي ملنډي وهی زموږ دښمن دئ ورته نوم به ددوست نه ورکوو آن که زموږ دکوڅی سپی باندې ملنډي وهی ورته یی پته دایمان او غیرت ولګیده اوس له نا کامه په زمری باندې ملنډي وهی دسپی لکۍ به شی هرڅوک به یی له ځانه شړی خیر که نن په عمری باندی ملنډي وهی

جنوبی پښتونخوا مسلم باغ -
بېرته شاته