(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه د ورکيدو نه يم

خير دی که ايرو غوندې ارزان يمه باد مې وړي په هر لوري روان يمه زه يې د جانان له پښو راوړلم ځکه دورې دورې سرګردان يمه ماته دې زاهد نصيحت نه کوي زه غرنی ګل د بدخشان يمه زه له لوی حريمه راوتلی يم خير که دلته هر چاته حيران يمه باد ه ما په ټيټو ځمکو مه وروړه زه د لوړو غرو ياقوت مرجان يمه ما د کهکشان پر لاره تلل غوښتل دوړه يمه ګرد د ستر کاروان يمه زه د ابدالي د پټکي ول يمه زه د نازو زوی يم ميرويس خان يمه زه خوشال خټک د ا کوړي يمه تور هيم قلم يم پهلوان يمه زه د لوی افغان ولس غيرت يمه مرګ د مکناټن يم اکبر خان يمه زه د ستر سوري شير شا لمسی يمه زه د ستر ميوند لوی ايوب خان يمه زه د افغا ني سعيد دعا پوهه نښه د نهصت د پير روښان يمه زه مې د محمود طرزي تدبير علم زه د استقلال غازي امان يمه زه د پيښور د ميروننګ غيرت زه مې د کابل د تخت مرجان يمه زه د ملالۍ د سر پړونی ورور زه مې د ناهيدې خور ارمان يمه زه حمزه بابا يم د پښتو غزل زه عطاء الله يم صمد خان يمه زه د ماشو خيل حميد نازکه خيال زه حمد و ثنا د ستر رحمان يمه زه مې مناجات يمه د بيټ نيکه زه مشک عالم يم ايمل خان يمه زه د لر وبرو پښتنو بچی چغه د بابا فخر افغان يمه زه يم فلسفه د ليوني غني زه د قلندر مومند ارمان يمه زه د غيرت چغه د اجمل خټک زه يو روڼ سياست د ولي خان يمه زه د تره کي د قبر نښه يم نه چې بې له نومه اونښان يمه زه د شهيدانو زلمو روح وجود اوس هم د منزل په لور روان يمه زه تاجک ، اوزبک يمه پښتون بلوڅ شاړې چلسې او نورستان يمه ګوجر يم مشواڼی يمه ايماق يمه پامير يمه سواتی يمه شغنان يمه ما کې هم عرب سکهان هندوان شته دی کورد يمه هزاره يم پاړسيوان يمه زه له پښتونخوا نه تر بادغيس غورات پښتون يم له مردانه تر جوزجان يمه زه ګندهارا، پکتيا ننګرهار يمه زه ميري ډيرۍ وزيرستان يم زه له باجوړ بونير چمن پورې بلخ يمه بُخدي يمه باميان يمه زه تخت روستم يمه هډه کونړ درس د ګوډ تيمور يم چنګيز خان يمه ګرځم خپل ولس له اتفاق ګورم ځکه په نړۍ کې سرګردان يمه زه د جهالت فقر دښمن يمه ليکاڼی ا و کاغذ د دې ميدان يمه هم هغه مزدور زوی يم خدمتګار يمه سالار د ارنوۍ مير زمان خان يمه زه د ورکيدو نه يم زه د ورکيدو نه يم

Za de wrakido nayeem Mohammad Yousaf Khidmatgar Mazdoorzwooi -
بېرته شاته