(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځواکمنو امریکانيانو

ځواکونه، طاقتونه هر څه کولی نشی ولسو باندی خپل زور منلی نشی د تاریخ نه لږ عبرت واخلی واکمنو اسلحی مو ګرد ملت وژلی نشی زاندانونه به خپل ډک کړۍ په بندیانو لوی قومونه بیا په زور ځملولی نشی د ملت له قهره وویریږی ځواکمنو د طوفان مخه بیا څوک نیولی نشی بشری حقوق مو کړل د پښو لاندی تاریخونه بیا هیڅوک بخلی نشی مبارزه مسالما تیزه ښه چلیږی توغندی بیا د دیموکراسی راوړلی نشی چې عمل او وینا یونه وی ښاغلو تش خبری پرګنی غولولی نشی دا دنیا په راکړه ورکړه ده اباده روغه جوړه جنګ جګړی راوړلی نشی که بری غواړی ملت کې ځای پیدا کړی پالیسی په توپ ډنډه لوبولی نشی ما ارزو د حال په ژبه دربیان کړه ستاسی زړه کې ئې پاڅون ځایولی نشی

-
بېرته شاته