(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څلوریځی

دی دنیا ته ځی راځي اوړي کلونه قدرت هر چا ته ورکړي فرصتونه راشه څو دافرصتونه محوه کیږی سر پر سر به له ساقی اخلو جا مونه څلوریځه بربادی که دی په کار وی دیو قام کړه یی لرې دلیک لوسته خاص او عام پدې ډول به یی فلج شی خپله ژبه ورته کښینه بیا یی وګوره انجام څلوریځه بل ته یی ورکړه تا به کړی یاد خپله یی مه خوره شی به بر باد وبل ته ورکړه دځان فایده ده که فایده غواړې مدام کړه داد څلوریځه دژوندون پر لاره مه ځه په افراط هر یو کار تر سره کیږی په احتیاط تعجیلی له نا کا میه سره سر خوری آن که پو هه درسره وی دسقراط څلوریځه خدایه ډير کړه خدایه ډیر کړه سره ګلونه چی تری زده کړو مینه مینه او رازونه څو دژوند له اننګو نه بو سه واخلو ځو ستنیږو مدام نه وی فرصتونه

-
بېرته شاته