(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا

بيا د پښتنو په پښتونخوا خبرې غواړو ستا په مخامخ باندې پرې بيا خبرې غواړو موږ ته په دفترو کې پښتو ژبه پکار ده دغه بنيادي حق باندې ستا خبرې غواړو ته که وې په خپله خاوره خپل اختيار ګناه دى مونږه په دې خپله يو ګناه خبرې غواړو وګوره ګرېوان کې ملا ته د چا بچى يې تا سره هم مخ په مخ ملا خبرې غواړو يو د ابدالي بچي مونږ سپينې سپينې وايو تل هر ځاى کې هر چا ته ښې صفا خبرې غواړو غږ د هر پښتون دى سياسي مسله نه ده بچى د هر پښتون وايي چې همدا خبرې غواړو بيا به دې د وينو سور سيلاب ځان سره يوسي ځکه نيازى پسې خامخا خبرې غواړو.

Pashtoonkhwa Jamshid Nadim Niazi -
بېرته شاته