(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بــی پـښـتـو پـښـتـون ورکیږی

دا هــــیــواد مــــو پـــلــرنــی دی دا ټــــــــاټـــوبـــی مـــورنـــی ده د بــــومـــــیا ژبـــــه پـښــتو ده پــخـــــــــوانی د زمــــانــــو ده پښتو خـیـال دپـښـتـونـخـواده زرغــون شــال د پښتونخوا ده چـی واکمن یی پښتون نه وی پښتنی ژواک مصنون نه وی چـــی واکمن مو بی پښتو وی هـــــــغـــه مـــل تــل دپــردو دی پــــردئ ژبــــــــــــی به رسمی شی لیک او لوست به په جاری شی ښـــــــــوونـــــــځی، پـوهنتونونه شـــــــی پــــــردی روزنــتــونــونـه دامـــــو زیـــان د خـپل ټبــر دی ځـــــــکه بیل پښتون لر بر دی کـور په کور پښتانه کم شی ژبه،دود،ملک يی برهم شی نــــــور اقـوام تــقــویــه کیږی د پـــــــښتو ټــغــر ټــولــیـــږی بــی پـښـتـو پـښـتـون ورکیږی تــــــاریــــخی کــندی تـه لویږی پــښــتـــانـــه نـن بـیـچـــــاره دی پــه خــپل ملک کی اواره دی

be Pakhto Pakhtoonm Wrakegy Latif Jan Babi , USA -
بېرته شاته