(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ستړی يم

پورته مې کړی دارته نن دخپل تصويره ستړی يم مينې ته ګناه وائي ددې مسيره ستړی يم خواته نږدې مه راځه پښتون يمه وېزارنه شې غاړه کې چې نه منم ددې ځنځيره ستړی يم خدايژوخورم قسم درته ځمادين کې ازار نشته ولې بې ازاره بيا دخپل تقديره ستړی يم؟ تل چې مې په غيږ کې دماشوم په شان لوی کړيدي وژني مې په بل باندې دداسې پيره ستړی يم څوک مې په يوه نوم څوک په بل نوم په مرۍ پښه ږدي سينه لکه غلبېل اودغشي تيره ستړی يم جوړبه شي ګلزار به شي وطن ځماپښتوځما هسې،اصلزيه،ديتيم دويره ستړی يم

Staray Yeem Sabir Asilzai, Sweden -
بېرته شاته