(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسرافيله ع په شپيلۍ دې ګوتې کېږده !! مرثیه

اسرافيله ( ع ) په شپيلۍ دې ګوتې کېږده پوکى ورکړه چې دا غرونه په هوا شي دا دنيا شين سمندر او شين درياب شي د ادم نسل له يو مخې پناه شي اسرافيله (ع ) ، هديرې مو ډکې شوي د قابيل غوندې مو خپل مړي په شا دي پرېږده يو ورځې بې غمه شو له ژونده هره ورځ دلته سلګۍ دي او ژړا دي اسرافيله ع ! په لغمان کې وير ماتم دى له هرکوره سوې ساندې پورته کېږي اسويليو په هوا وريځ جوړه کړې بس له سترګو نه سرې اوښکې دې بهيږي ستړي ، ستړي مزدوران دي چا وژلي بوډا پلار سره يې وس د کفن نشته د خپل زوى جسد ته غلی غلی ګوري له مورکۍ سره يې توان د ګفتن نه شته هلمنديانو ، کندهاريانو ولې ولې ؟ ؟ مساپر خلک په خپل کلي کې وژني ؟ د ډوډۍ غم پسې وتي وو له کوره قلندر خلک په خپل کلي کې وژني ؟ ميرويس نيکه! اولاد نه دې خبر يې ؟ ستړي _ ستړي مزدوران يې راته مړه کړل ترمې _ ترمې يې په خاورو را ګوزار کړل د لغمان تنکي ګلان يې راته مړه کړل احمد شاه بابا ، موږ هم د تا لمسيان وو ، هسې خوشې موږ با با نه وايو چاته خو چې ستا په چم کې دا چارې را وشوې خداى خبر که نور با با ووايو تاته

کابل د لړم لومړۍ - يادونه : څو ورځې وړاندې د هلمند – کندهار پر لويه لاره ، د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې نږدې ٣� تنه هغه بېوزله لغماني ځوانان چې ايران ته د مزدورۍ په نيت روان وو ، د طالبانو له خوا را ښکته او بيا ووژل شول -
بېرته شاته