(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

جنګ ته يې استوې ځوانان تر سپين قرآن وباسې له دغه نېکه کاره مګر خپل ځان وباسې هسي به موږ او سپېرهً وخت سره بدنيتي کړي نور نه به سپرلى راولې تهً، نهً به خزان وباسې جنګ چي ګټو نو ما او ورور سره وجنګوې دښمن په روغه ککرۍ زموږ تر ميان وباسې په ناسته ناسته خپل کار وکړې چي دښمن وهې تهً نه توره واخلې نه آس لور ته د ميدان وباسې له هري خوا راځي زخمونه او دروېش وايي دا خدايه له دې وطنه ته دا سرهً مرغان وباسې ******* غزل له شونډو نه وه، له بڼو او له رخساره نه وه زما ګيله له خپله بخته وه، له ياره نه وه ستا په تندي کي به مي خپله څېره وکتله په کومه ورځ چي به له ما سره هنداره نه وه دا رنګه شپه وه چي پر سر باندي مو ستوري نه ؤ داسي مزل ؤ چي تر پښو لاندي مو لاره نه وه زه چي تر تا پوري درتلم رقيب و نه ليدمه په دغه لار کي بلا وه، مګر بېداره نه وه يو په قبرونو کي راغلي تر دې ځايه پوري دروېشه دا ځل د وطن مځکه هواره نه وه.

-
بېرته شاته