(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

اغیارکه راته جوړ کړي په کورونو کې دېوال بورا ته څه مزل دی په ګلونو کې دېوال چې کور درنه خطا نه شي زما دلیونۍ پناه یې دی دبېرې په ښاخونو کې دېوال زمونږه غریبانوخو دېوال نشته دکور دخلکوپه ذهنونواوپه زړونو کې دېوال په تورو،توروزلفو کې دې نېغه سپینه لار ښکاریږي لکه تورو،تورو غرونوکې دېوال نفرت په یوه کاله کې دېوالونه کړي راجوړ الفت دمینځه لرکړي په ملکونو کې دېوال وطن دپښتنودی سترګې کله ټيټوم پېغور دی دپښتوپه دېوالونو کې دېوال ساده رقیب ته ګوره نیسي لارد اباسین ټینګیږي نه کم عقله په موجونو کې دېوال

-
بېرته شاته