(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لایق زاده لایق شعرونه

"اعتراف"

چې زما په قلم راشى لويه خدايه دا شعرونه دا لفظونه واړه ستا دى چې مې خيال پرې له اوله سندريز دی دا رنګونه ښائيستونه واړه ستا دى. جل جلا له.

"نـُور"

دا چې زه دومره غاور يم دا چې دومره بې پروا يم ما د ژوند په خور كتاب كښې پدې نوم كتلی فال دی زه به څه يم څه به نه يم دا زما ليكل به څه وى څه چې وايم څه چې ليكم دا د چا د نُور كمال دی. صلو عليه واله.

"بــاور"

زما ربه دا منم چې ګناه ګار يم خو رحيم يې ستا په رحم مې باور دی زه د هاغه نازولى امتى يم چې له هر چا "معتبروو" معتبر دی. صلو عليه واله

"راز"

خوشنودى كه د خالق درته پكار وى د مخلوق د خوشنودئ هنر ايزده كه "لامكان" به دې پخپله پښو ته راشى ته يو ځل د "عاجزۍ" هنر ايزده كه.

"ذات"

هر يو راز به د ژوندون درته ښكاره شى كه يو ځلې د "خپل ذات" په راز خبر شې د عظمت فلسفه دومره ګرانه نه ده ځان كړه خاورې نو پخپله به "ګوهر" شې.

"سردار"

سردارى د شمَلو كله ده محتاجه سر چې ښكته شى سجدې ته نو "سردار" شى څه مزه په محبت كښې پاتې نه شى "لېونتوب" چې د نازونو منت بار شى.

"نكته"

د وحدت نكتې ته كله رسېدی شى فلسفې كه د سقراط كه افلاطون دى په نظر د قناعت كښې واړه هېڅ دى خزانې كه د شيداد كه د قارون دى.

"محبت"

عاجزى او خاكسارى په هره ساه كښې سړيتوب دآ هم معراج د شرافت دی نور كارونه د دنيا واړه عبث دى غوره كار تر همه واړو "محبت" دی.

"دار"

چې ټپه ستا د ښائيست مې كړله پورته "لېونتوب" راته اّواز اوكړو چې "دا يم" چې د مينې بې صبرى راباندې زور شوه ما د دار په سر هم چغې كړې چې "ستا يم"

"عمر"

په ځوانۍ كښې له هر غمه بې پروا وم خبر نه ومه چې ژوند څنګه تېرېږى چې ويښتو كښې زما سپين په لګېدو شو نو شوم پوهه چې "له سيره څو پخېږى".

شعر:

دا منم چې تُك بندى به وى اسانه خو د ښه شعر ليكل څه اسان نه دى شاعرى خوله زړه وينې تويه ول دى له زړه وينې تويه ول څه اسان نه دى.

"كتاب"

زه چې كتاب پسې كتاب ليكم حال د زړګى خانه خراب ليكم د لېونتوب د هرې ساه په نامه يو بې عنوانه اضطراب ليكم.

Layaq Zada Layaq -
بېرته شاته