(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د زړه اوا ز

خدايه بښنه درنه ډېره غواړم ته زورور يې زور له تا سره دى ستا له مخلوقه په زړه داغ لرمه ددغه داغ ټکور له تا سره دى د لېونۍ دونيا دې ونړوه سيندونه ستا دي اور له تا سره دى خوښه دې کوم يو چې رالېږې راته زما تربور او ورور له تا سره دى دا ګنګوسې مو له پخوا اورېدې چې زموږ واک به بيا جلاد ونيسي څوک به په خوا د مرده باد کې اوسي څوک به طرف د زنده باد ونيسي دا سپين لباس کې د لستوڼو ماران رانه کابل نيسي بغداد نيسي خوب مې ليدلى دى حېران يم ورته تياره راپورته شي او لمر وخوري يوه بلا په منډه، منډه راشي رانه سيندونه وخوري غر وخوري يو څوک په چل د ابادۍ په نامه زور رانه واخلي رانه زر وخوري بيا رغونه که همدومره وي نو دا څو پولچکه دې ستا سر وخوري تا د طبيب نشان په توره والى په هغه توره مسلمان وژني يو افغان غېږه کې نږدې کړې ځانته په هغه بېرته بل افغان وژني خپل انجيل شا پورې تړلى ګرځي خو لاروى د پاک قران وژني زما ازار دې لېونى کړه اشنا چې په سوکانو باندې ځان وژني زما ولس نه دې څرمن وېستلې خپلو بچو ته ترې خېمه جوړوې له خپلې خونې ستړى، ستړى راغلې زما په خونه کې دمه جوړوې سپينې او تورې ټاپې تا سره دي څوک خليلزاد څوک اسامه جوړوې ته د بدرنګه تاريخ توره څېره دا څه بدرنګه ډرامه جوړوې زما له سره يې غرور اخيستى زما يې قام په زولنو تړلى بس د خان ښه وايي نارې وهمه زما يې قام په زولنو تړلى زما ممبر يې په ګولو وېشتلى زما يې امام په زولنو تړلى بې ګناه زړه مې دى خپل سرى جانان لکه صدام په زولنو تړلى

De zra awaz Samiullah Taron -
بېرته شاته