(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لــه شـنـه آسـمـانـه بـاران

دا زه څوك يم؟! مسا پره د څو ورځو؟!! ستا په كلي كې بې كوره مېلمنه يم كوربه نه شومه هېڅكله تل مدام مېلمنه اوسم خو زه څوك يم ته پوهېږې؟ زه ډيوه يمه تودوښه يم گرمي يم ځكه ټوله رڼايي يم ستا بې روحه سړه خونه بې له ما د مرګ زندان دى تا لا نه يم پېژندلې زه نالوستى يو كتاب يم يو جذبه يمه خاموشه زه دې نه يمه شمېر كړې په كتار كې د وګړو تذكره هويت مې نشته زه پېيلى يو انسان يم دا زه وا يم ...؟ بيا نو وايم چې زه څوك يم؟ لاروى د كومې لارې؟ زه كوچۍ يم؟! نه ؟! ګومان نه كړم كه كوچۍ يم! خو كډواله خامخا يم د سر سيوري پسې ګرځم د ډوډۍ درك مې نشته څو په خېټه زه مړه شم ماشومان مې څو ماړه شي دا كوچيان تر ما ډېر ښه دي آزادي لري خپلواك دي خو زه څه يم لا مريي يم فيصله مې ستا په لاس ده ستا په ګوتو وهل كېږم ستا له كوره شړل كېږم ته وېښته زما شكوى شې ته زندۍ را اچوى شې په هر ډول مې رټى شې تا ته هېڅ ويلى نه شم خدازده ولې شرمنده يم راته ووايه جانانه! زه د خداى كه ستا بنده يم؟ زه هم ستا په شان انسان يم! نه پوهېږم چې دا ولې؟؟؟ نه له كوره بهر تلى شم نه له نرخه راوتى شم نه له ښاره بهر تلى شم نو زه ولې تماشه يم؟ كه كوڅه كې قدم ږدمه په حيرت راته ټول ګوري پس پسې شي، ګنګوسې شي، وايي څوك ده؟! د چالور او د چا خور ده؟ هغه ځان ته به نر وايي دا چې ښځه د كوم كور ده اوف توبه دا نو غيرت دى؟! چې دې ښځه د چا ووځي له كوره! ښځه څه ده؟! يو پېغور ده؟! يا د كور ده يا د ګور ده! داته واي * * * * * * چې له تا ځنې دا واورم پښه نيولى شم اوتره په زړګي باندې ټپي شم په بدن ټوله زخمي شم دا د ژبې ګذارونه لكه غشى پر ما راشي بېوسي مې لا سېوا شي بيا له ربه ګيله راشي هيلې هيلې ارمانونه زما ټول تالا والا شي درېغه درېغه ژړا راشي بيا په زړه كې وا يم خدايه؟؟! دې بندګانو ته دې ګوره! ما په بيه باندې واخلي بيا مې وساتي پنجرو كې په څلورو دېوالو كې زه بېوسه ورته ګورم دى غوسه كې راته وايي! وايي ښځه ښځه ښځه ؟!! ښځه څه ده؟ يا د كور ده يا د ګور ده؟! ************** نو زه څوك يم؟ تش لوبغاړى يم د لوبو؟!! زه يو غږ يم يو تصوير يم زه هنر او هنرمنده خو زما ګوتې پرې شوي څه پرې نه شم جوړولى څه پرې نه شمه ليكلى دا هم زه دا مې ژوندون دى نو زه څه يم؟ * * * * * * كه مريي يم؟ كه بندي يم؟ كه پنجرو كې يم ايساره؟! زه له چانه ګيله وكړم؟ څه بېوسه يمه خدايه! بس له تا مې ګيله كېږي توبه تاته وايه كېږي لږ خو ما ته هم غوږ كېږده لږ زما زاري هم واوره؟! له دې ژونده مې توبه ده بس له تانه مې ګيله ده څو چې سترګې غړومه هرې خواته توره شپه ده خو چې ځان ته مې لږ پام شي نو زما د ځوانۍ فصل كډه وړې وي له مانه زه بېكسه زه بېوسه لا ايساره د پنجرو يم ****************** بس قوت خپل زړه ته وركړم سره ونړوم واړه د ستم ټول دېوالونه زولنې كړم ټولې ماتې او پنجرې دانه دانه كړم كركه لرې كړم له ځانه * * * * * * اوس پوهېږم چې زه څوك يم! زه د شين آسمان باران يم نه توفان يم، نه سيلۍ يم، نه ورانى كړم بس رحمت يم را ورېږم للمې للمې شاړې ځمكې زما له فيضه زرغونېږي درته وايم چې زه څوك يم! زه په تا پورې تړلى يو مقام يم زه رڼا يم، زه ښكلا يم زه د لمر او سپوږمۍ دواړو يوه زېرمه يو زريعه يم يو انسان يم خو بېوسه مې مه بوله ځكه زه!!! زه مر يم، د عيسى مور يم هاجره د اسماعيل او آمنه د محمد(ص) مور خديجه يم، عايشه صد يقه يم را بعه يم، زرغونه يم زينبه او ملالۍ د غورځنګونو زه ناهيده د رزمونو زه د سولې ښكلى غږ يم ها موجوده يم د ځمكې چې وياړونه زېږومه ستا شمله او پت ساتمه ټوله نور ټوله رڼا يم او زه ستا د ژوند ملګرى.... زه رحمت يمه د خداى له لور راغلى هر ګړۍ كې ستا د عمر لكه سيورى درسره يم كه د كور يم كه د ګور يم زه ستا خور يم زه ستا موريم

-
بېرته شاته