(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محل اوجونګړه ، پيغله ، اوښكي

محل اوجونګړه

ځم دخداي په مان خيردي پوره مي كه آرمان نشو جوړزمادپاره ستاپه خوله كي جانه جان نشو داڅنګه انصاف و چي هرچازه ملامت كړمه ډك دمحبت زړګۍ مي تاباندي تاوان نشو زه شومه كابل په وينوسورشوم لوټي لوټي شوم ستازړګۍ همغسي روغ پاتي شولغمان نشو ماخپل محبت په سركوڅوكي ګرځوو تاسي ستامحبت هغسي ګران پاتي شوارزان نشو ماستاقيصه اومنله ورسته شوم اوغلئ شوم ستاپه مخ زمادليوانتوب پاتي نشان نشو جنګ خوپه جونګړه چارچاپيردسيتمونوو تاپكي محل بچ كړوكمال دي وكړووران نشو سترګي دي بدلي كړي محفل كي دي چي نه كتل ومي شويقين زړه كي مي پاتي هيڅ ګمان نشو خلقوبه وئيل چي مينه ژوند نااوباسى سړئ داخومخلص لاشولوهوښيارپكي نادان نشو ---

پيغله

يوه سرتوره پيغله يوه مجبوره پيغله هرماذيګرژاړيږى او هرسحرژاړيږى په حال يي څوك خبردى چي دغه ولي ژاړى؟ دابه اختركي داسي په چغوچغوژاړى داخوظاهره ده اوس چي په زړه ښه چورچورده مال وجائيدادښه لرى ژاړه فريادښه لرى داخترنوم اخيستل دى تاكنځل دكفر ښكارى چي تيراختركي ترينه خپل يارجدادي ---

اوښكي

ستاپه رخساركه اوښكي نه بهيږى زماپه مخ ترګريوانه بهيږى ستاكاڼى زړه باندي به هيڅ ونكړى كه ستاپه مخ مي ويني وَبهيږى دستاغمونه مي په سوى زړګى لكه ميږى داسي مړه مړه بهيږى دكورپه منځ كي مي سوراورباليږى تاؤترينه تيل لكه اوبه بهيږى دسووزړونوآزارمه آخَله رقيبه مړه به درنه وبهيږى صرف زمانصيب كي نشته جانه نوردي خواږه چپه چپه بهيږى مخلصه لاس راكوه وړى مي درنه خواكي مي سين دبيلتانه بهيږى
Da Jabar Ahmad Mukhlis Yau So Khkuli Sherona Mahal Au Jungara Paighla Ookhkey -
بېرته شاته