(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شهزادګۍ ژړا

پښتيانا! چيغې مې واوره درنه وړي مې، درنه وړي مې پر سر تاج لرم د زرو كمربند مې طلايي دى شل كلنه ښكلې پېغله لوى كهول مې كوشاني دى د اندوس په څپو اوړم روهستان مې ننداره كړي دا د كوم عصر جادو دى له ژوندو څخه مې مړه وړي ها تورزن ارشاك دې څه شو برېتور دې چېرې لاړه پكتويسه مغرور ياره لوى لښكر دې چېرې لاړه راته ښه په برندو ګوره زه دې خور يم پښتنه يم ستا په لاس كې غشى مات دى چې بربنډه اوس پرته يم هېڅ د غشي شغ يې نه شته هغه مست كمانكش څه شو؟ لوى وطن مې بې سرحده راته وايه ارش څه شو؟ زما تر څنګه يو خنجر دى د زردشت د دربار نذر زما د وينو سور پرهر دى لا لونګ مې وو په غاړه اوازه مې د واده وه په بخدي كې ارشاك ناست و سل منۍ توره تر څنګه يا په تمه زما ډولۍ ته يا راغلى و له جنګه خو ارشاكه! زما ياره! اوس تابوت مې چېرته لېږې له دوه نيمو زرو كالو وم په تمه ستا د غېږې پښتيانا! چيغې مې واوره درنه وړي مې، درنه وړي مې لكه باد چې پاڼه يوسي يا خو لاس د مرګي راشي ښكلى يار له چا نه يوسي اريانا زما همزولې پكتيكا زما همزولې اوستا مې سكه خور وه د دوه نيمو زرو كالو د خوږو- خوږو خوبونو څومره تريخ مې دا تعبير شو خداى خو مه واى ويښه كړې په نصيب مې بل زنځير شو پښتيانا! چيغې مې واوره درنه وړي مې، درنه وړي مې زه خو ستا د روح تصوير يم ستا په پټو خزانو كې ستا خندا يمه، ستا وير يم زه ستا نښه، ته زما نښه يو د بل د وجود غړي ته ژوندۍ يې ورته ګورې چې ما وړي درڅخه مړي ستا خوبونه ټول دروغ دي زما خوبونه ټول پرېشانه زه دوه نيم زره كلنه ته پنځوس زره كلنه دواړه ?هېڅ? يو، دواړه نه يو ستا وياړونه ټول دروغ دي او زما هيلې تش خيالونه نه ارشاك ستا غيرتي دى نه تورزن شته مړوندونه زه ستا ښكلې شازادګۍ وم د قاف غرونه مې ټالونه ښاپېريانې مې كنيزې لوى دېوان مې مريي وو پاچايانو به غوښتلم اووه مې وروڼه سكني وو پښتيانا! هغه دې هېر شول چې ته ځوانه وې، زه پېغله دارشاك د تورې سيوري ستا لمن ساتله سپينه زما د حسن تماشې ته ښاپېرۍ راتلې له چينه پر ما ډېر زلمي مين وو لكه ستوري، زه سپوږمۍ وم د ارشاك د غشي شغ ته د بيابان ټپي هوسۍ وم اوس هغه وختونه نه شته چې زه ښكلې شازادګۍ وم په جهان كې وې څو ښكلې زما همزولې شازادګۍ وې لكه زه چې پښتيانۍ وم څه مصرۍ، څه يونانۍ وې هغه ټولې اوس ويدې دي هغه ښكلې زما همزولې هم مصرۍ هم يوناني مې پښتيانا! چيغې مې واوره درنه وړي مې، درنه وړي مې غيرتي ورور مې يو نه شته چې مې وګټي نن مړى نه يو اه راپسې ووت نه مې چا دى ارمان كړى نو ارشاكه زما ياره اوس تابوت مې چېرته لېږې له دوه نيمو زرو كالو وم په تمه ستا د غېږې راته ښه په برندو ګوره يوه پېغله پښتنه يم ستا په لاس كې غشى مات دى چې بربنډه اوس پرته يم

de Shahzadgai zara Abdul Ghafor Lewal -
بېرته شاته