(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داخترجوړه

مورې!بابا به مې چې کله راځي اخترچې تېرشي بیا نو څله راځي هره ورځ وایې چې سباته راځي دابهانې دې نورې نه منمه دغه دروغ دې څنګه ومنمه »»» شابه پاڅیږه راپیداکړه جوړه که وي که نه وی راله راکړه جوړه پلار مې له ماسره وعده کړې وه دغه وعده یې ښه پخه کړې وه چې لورې تا ته به جوړه راوړمه سره لوپټه به ورسره راوړمه »»» خو کال پوره شه چې بابا رانغی تاوې چې رابه وړي سودا رانغی پلار به مې راشي ورته ښایم به دې داټول حالونه ورته وایم به دې چې مور مې ماته بهانې کولې کله یې ماته سرې جامې کولې »»» دمور یې دواړه سترګې ډکې شولې خوپه بڼو یې اوښکې کلکې شولې په زغرداوازیې وېل، نیازبینې لورې زما خوږې ،زما شرینې لورې اوس رانه مه غواړه زاړه نازونه وړلی دې نه شمه واړه نازونه »»» ته چې زما دزړه حالونه سپړې لکه چې دا مې پرهارونه سپړې نوواخله دغه غم لړلې جوړه دپلارپه وینو دلړلې جوړه پلاردکابل ته تللی نه به راځي سړي خوروخوړلی څه به راځي »»» تاچې له پلارځنې غوښتلې جوړه دغه ده پلار دې رالیږلې جوړه اختردی؟ واغونده دا ښکلې جوړه دپلارپه وینو دې لړلې جوړه

Da Akhtar Jorra Salim Iqrar -
بېرته شاته