(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ستا اختر

ګرانی نن می ستا اختر ته څه ډالۍ را وړيدی دا داوښکو له ګلۍ می غاړکۍ راوړيدی د زړه د بټی لاندی می د ستا د ظلم اور دی زخمونه وريت شوی ما پلۍ راوړيدی باڼه د شوخو سترګو د که بيرته رانه واخلی له تل د زخمی زړه نه می ګيډی راوړيدی ګريوان می خپله ګڼډم ليونی می ولی بولی له تار او له دا ستنو می قطۍ راوړيدی د زړه بازار می وران دی جز باروت پکښی خرڅيږی د چا توپ او طياره ده چا مرمۍ راوړيدی وصال می ستا نوش نکړ په هجران کی د کړيږم لکه شمع سری لمبی می په کوپړۍ راوړيدی خپل ځان به صدقه کړم ستا له يو لحظی خندا نه ما می ټولی ارزو ګانی سپيلنۍ راوړيدی که د شونډوشراب راکړی دا د سروسترګو په جام کی خوار حفيظ مليار عزرونه په زولۍ راوړيدی

Sta Akhtar Abdul Hafez Malyar Sapi Da Wayana Österreich Sakha -
بېرته شاته