(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اختريزه تحفه

زمـــادزړۀ لـــه ارواجـــوړخــيـالــي بــابـــرى درلــېـږم ګرانې تحفه كې بـــــه دهـــيــلــو بــــزغــلـى درلــېــږم تحفې مې نه خوښيږي سترګې مې څلورشوې پكې خـــوداخـــتـرپــدې تــحــفــه كــې بـــۀ زړګــى درلــېـږم زمـوږهـېوادكـې هـرڅه وران دي ،ستادسېل لپاره هــم بــه ګــودر درولــېــږم هــم بـــه مــنــګــى درلــېږم غــزل درلــېــږم خــوچــې تــۀ يــې زمــزمـه كړې راته ورســـره ســم بـــه يـــو وړوكــى دريــاګــى درلـــېــږم پــام كــوه پـام چـې لـه نظره نشې ،خداى دې نكړي زه دتــحــفې پـه څـنـګ كـې ځـكـه سپـېـلنى درلېږم هــرڅـه درلـېږم خــوزمـازړه وربــانـدې نـه صـبـريـږي اخېربه ځان دشمس په وړانګوكې خوستى درلېږم

Aktareeza Tohfa Shams Khostai -
بېرته شاته