(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تاوانی شوم

هم مې اوبایلله مینه هم جانان کې تاوانی شوم د ځۀ اوشول لویه خدایا په تاوان کې تاوانی شوم هم جهان ته مختورن شوم په جامه د ګدایۍ کی هم کاسه مې خالی راو ړه هم ګریوان کې تاوانی شوم ډیرې ګرانې شوې راپیشې ګرانو لارو کې د ګرانو بيا هم ګران په یو ګران نۀ شوم په هرګرانکې تاوانی شوم نۀ ایمان مې په مسجد پوخ نۀ قايل د میکدے شوم زما وروره زۀ خو خدایګو په ایمان کې تاوانی شوم ګوته چا ته کړم طاهرا اؤ ګيله د چا نه اوکړم چې شروع د رحمتونو په باران کې تاوانی شوم

-
بېرته شاته