(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د عبدالوهاب بازيد غزلونه

غزل

له زړه مي نه وزې ته په هيڅ زمان جانانه يې مي له روح سره ګډ د نورپه شان جانانه زه دي په ياد پاېيږم همداسي ژوند تېروم بس چې په خوب دي وينم يمه ودان جانانه ژوند مي رنګين دې پيره ستا په دووسترګو بڼو چې په مالت کي نه يې زه ېم پرېشان جانانه ستا د ورانۍ خبري جان زما وجود ويلوي نور دي مولا را جوړ کړه افغانستان جانانه په زړه کي ډيري لرم سوي ګيلې بازيده چاته کيسه وکړمه چاته داستان جانانه -------------

غزل

ټينګه خوارۍده زه يي پـه زړه کـي يـمه يوه زنده ګۍ ده زه يي پـه زړه کي يـمه وړو راټول شئ رانه چي پاستي ووېشمه نن يي سګلــۍ ده زه يي پــه زړه کي يمه ګوره د شمــس بابا مزار تــه نذر وروړي يوه نجـــــلۍ ده زه يــي په زړه کــي يـمه دانـګارو په منځ کي بـس يوتــسل راکـوه د وخت کړۍ ده زه يي په زړه کــي يمه دما شومانو په څېرنيم نيم لفـظونه وايي څه سادګۍ ده زه يي پـــــه زړه کي يــمه بازيده لري غواړي يو څوک غمونه له تا دا مي مور کۍ ده زه يي په زړه کــي يمه

Da Abdul Wahab Bazid Ghazaley Abdul Wahab Bazid -
بېرته شاته