(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوله غواړوســوله +غزل + نیمځانه هیلې

سوله غواړوســوله ګــران هــــــېواده شـــم تـ‎‎‎‎ا نه قر با ن ده وېجا ړاوزخمي دصورت هرزما ن خپل پردي آبادي ته د نن په ښـا د ي په هیبت دې دعوت دي روان اوراځي اې هېواذه صـفا ســــــــــــوله تا ته دوا چې خدمت د رته وکړي د نیا په رښتیا که چــل ول ېې د اځل نه وي مل په عمل چې تا ریخ دلته تریخ نه شي بیا په بل ځـل دا ارمــــــــــــان د افغا ن ګران له ځا ن آبـا دي، بنېا دي اوښا دي په لوړ شا ن حرف کلام ېې مـــــدام نا تما م اهــتما م نیمګړتېا بې لوړتېا دې کلام کـړي سـلا م ــــــــــــــــــــــــــــــــــ غزل دځـــوانۍ غــ‏وټۍ یـې ګل ده یار شینــدي څپـې د حُــسن د ټټر پاولو کې زیر او بـــم غ__ــږۍ نـغـمې د حُــــــــــسن انــــــنـګي یې شرموي رنګ د مــڼــې باغ د پغـــمـان کې له حـیا چـې یې راؤ اوري پر مــــــخ ډ یـــوې د حُــــســن خط پر مخ یې په سرو شونډو د ښکـلا وو اتل سپور دی چې راشيندي د ځوانۍ رنــګین کمـــان شغــلې د حُـــسـن څـــــوکیدار یې د حرم دی تـــــور زنــــځیر د ښامارانو بــېګانه ته! دغــه زلفـــې یـــې په مخ خــورې د حُــــسن نرګسي خـنداچـې سترګـوکـې انــځــور کــــړي کله- کله کـړي ستونــه ډ ک له میو وهي کړنګ پیالــې د حُـــسـن د ځـــــوانـۍ سپرلی په ټولو ګــلو ګــډ او رنــګـینـۍ دي پـه کـــې بریښي د افغان د مغز او مټ اسرې د حُــســن افــغــان هــر خوا د اغــیار د غــیږ خندا سیمې ښکلا ده ربـــه ! بېرته مو نصیب کړې په هیواد مـزې د حُــــسـن د غـــــزل پـه ژبــه وګــــوره تـــــــــروې او خــــوږې دواړه «اهــتـمـام » خورا په کـار دی چې څکې مېوې د حُسن د پنجاب ګجرات د ؛ ۱۳۷۷ هـ ش کال وری ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نیمځانه هیلې دا سپېره لمن د دښتو دا ړنګ شوي خړ ځایونه په ګردونو لوغړن کڼډواله شوي دا نیم ژواند غوندې باغونه دا ژوندۍ مړې شوې ځمکې بې کسۍ نه شړېدلي د ناپاک پردي یرغل نه! هغه وخت کې زورېدلي بېرته بیا د ژوندون پیل ته تـُخنېدې هره شېبه کې خو چې نن ئې! د نیم ژوانده هیلو غوټۍ په غوړېدو وې ځولۍ کې نه ځائیدې یون ئې په لور د خندا خو یو ځل بیا ئې : توسېدلې او تنکۍ هیلې د ویر او مرګ په سمندر غوټه شوې!؟ ٭٭٭ ٭٭٭ ٭٭٭ پاس په آسمان کې سپوږمۍ،ستوري او کهکشان په شپو کې ... لاندې په ځمکه کائېنات د طبیعت ګوري دا ګرد او غبار ... ډنډو د وینو ته پدې کنډوالو د غم څپو ته فریاد او ژوبلې بل په نیم ځانو هیلو د زمانې دې بې رحمیو لره ولاړ شاهـــد او تر آبـــــــده ولاړ!!؟ په ویر لړلی ویني دا دې نړۍ د زړه،د زړه،زړه ویجاړ . کابل - د ۱۳۷۱ل . ل کال د زمری میاشت ...................................................................... دغه شعرپه۱۳۷۲کال کې د پـیښور څخه د خپریدونکې (سحر) مجلی د اوومی ګـڼـی په ۴۰ مخ کې هم خپور شوی ؤ.

Ghazal + Nemzana Heli Pohanyar Zafar Khan Ehtimam -
بېرته شاته