(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتـنې لورې

چه په کومه ورځ وجود د ستا پیدا شو che kuma wraz wujood daa sta peda sho پښتـنې لورې بابا دی په سـودا شـو pukhtaney loorey baba de po sodaa sho په خپل کور کې خپل نصیب درته سور اور شو pa khapal kor ke khpal naseeb darta soor or sho ستـا وجـود دخـپـل پـردی مـخکې پیغـور شو sta wajood da khpal pradi makh-ke peghor sho په خپل کور کی ورور دخـور نـه مـعـتـبـر شو pa khpal kor ke wror da khor no mu’tabar sho خـور کـمـزورې ورور ئې مـټـې د ټـبر شو khor kamzorey wror ye mattey da tabar sho خپل اولاد وی یو بـی وزله بل بهتر شو khpal olad wi , yow be wazala bal behtar sho عـجـیـبـه غوندې قانون د زورور شو ajeeba ghunde qanoon da zorawar sho کـور بـهـر د نـاریـنـه حـکـم چـلیـږی kor bahar da nareena hukum chaleegi ښـځه غـلې وی کـه هـر څـه پـه تـیـریـږی khaza ghaley wi ka har sa pe tereegi نر نیـازبین وی د هر چـا د سـتـرګـو تـور وی nar niazbeen wi da har chaa da stargo tor wi ښـځـه تـور وی ښځـه شـرم وی پیغور وی khaza tor wi khaza sharam wi peghor wi په نـازک وجـود هـر کار د دې په غـاړه pa nazuk wajaood daa har kaar dadey pa gharha کـور، پـټـی ،اوبـه لرګی واښـه ټـول واړه kor, patay, oba largi wakha’ tol waarha که اوبـه دی که لـرګی کـه ځناور دی ka oba di ka largi ka zanawar di پـخـول او مـړول د دې په سـر دی pakhawal aw marhawal dadey pa sar dee د ازل نه تر ابده کړی کارونه da azal na tar abada krhi kaaruna د خندا په بدله اخلی غمونه da khanda pa badala akhli ghamoona کله وخوری کله څملی بی خوړو نه kala wukhri kala samli be khwarho na که څه پاتې شی کټوئ کښې د سړو نه ka sa patey shi katwai ke da sarho na چه وړه وی د خپل پلار په کور دیره وی che warha wi da khpal plar pa kor dera wi چه شی لویه بیا د بل په کور سپیره وی che shi loya biya da bal pa kor spera wi چه ځوانی وی د خاوند د کور هرکاره che zwani wi da khawand da kor harkara چه زړه شی د لمسو شی څوکیداره che zarha shi da lamso shi sokeedara چه د کور کارونه پاتی شی ترې واړه che da kor kaaruna patey shi trey waarha ماشومان چرګی چرګان ئې شی په غاړه mashuman chargey chargaan ye shi pa gharha دغه ښځه چه انسان ئې زیږولې dagha khaza che insan ye zegawalay بیا ئې ولې په مرئ دې سړې غلې؟ biya ye waley pa marai de sarhay ghalay

Pakhtani Loori Apridy Worldpress -
بېرته شاته