(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو

رانـــه پردۍ شوه کـــــــورنـۍ پښتو شــوه ګـــډه وډه مــــــورنـۍ پـــښتو د نورو ژبــــو ترقـي وګــورئ تر ټولو پاتې شوه وروستۍ پښتو چا په ايران چا پاکستان خرڅه کړه هـــم کابلۍ هــــــم پېښورۍ پــــښتو بچــــي دې شول په نورو ژبو مين درته يـــې جـــــوړه کړه زندۍ پښتو که دا مـــو حال وي يو د بلـــه سـره کلـه به پاتــې شــي ژوندۍ پښتو راځــئ په ګډه ســره جوړه کړو بيا هېواده ! خپـله ګلالۍ پـښـتو

Pakhtu Hewad Shezaad -
بېرته شاته