(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډرامه

دا زما د ژونــد قـــيــصه ده څــه رنــګــيـــنــه ډرامـــه ده هلته كوزه د چوپـړۍ ســره وړه غـــونـــدې چــوتـــره ده له سهاره تر ماښامـه زمــوږ د ټـــولـــو دا روزګـــار دى د دادا ســـره تـــســكـــــوره د لالا ســـــــره بــېــلـــچـــه ده د پــټـــي نــــه تـــــر چــــوپـــــړۍ د بچو مور ته اواز كړم شابه زر شه سوكړك راوړه وږى شــوى يــم غــرمــه ده هغه ووايي ســرتــوره دي ســوكــړك ســره څــه وكـــړم لـــږ راسـورى تـه شـه راشـه اوس يـې يـوه ډډه پـخـه ده او د سوي چينار خوا كې يو شلــېدلى شانته كټ دى د شلېدلي كټ ترڅنګه د شړومــبو كـــټــۍ پـــرتـــه ده شل بچي مې كوربانه د مـــېـــلـــمـــنـــو سـره راتاو دي ددې ټـــولـــو مــېـــنځ كـــې لـــوى ښـــانـــك اوګـــره ده ښه جرګه يې پورې والى ده په خوند سره لــګـــيـا دي وايي خوري ډېره ښه ده چې زمـــوږ خــپــله قـــلــبـــه ده كنه موږ به په اوګــره، اوګــره روزۍ پـــسې ړانده وى پاچايي خو خورې ګوره زمـــوږ دغـــسې ســپــېــره ده له دې مخكې باچايي كې به لا هر شــى پــه يــو لك و اوس لا بل ډول روپۍ ده چې تـــوبـــه خـــوري توبه ده ماته شل اوازه كېږي پر مـا شـــل تـــوكـــي راغـــواړي لويه خدايه څه بـــه كــــېــــږي دا زمــــا بــــرخــــه وړه ده له سهاره د كور توكـي دا نـــعــرې او ســـورې وكـــړي مالـــګه راوړه، ګــوړه نشـــتــه د غــوړو تشـــه ډبـــه ده په پښو يې ږاولې نشته او جــامـــې د ټـــولـــو نـشـــته د انۍ دوا هم راوړه چـې پـــه دوه ســــتــرګـــو ړنـده ده وړه خوڅه كوې چې نشته واښه نـشـته سابـه نـــشـــته د وربــــشـو يـــوه ډوډ ده هــغـــه هـــم نيــــمـــه اومـــه ده درته نور په ګوته يو يو ويـــلــې نـــشم پـــكـــې ګــــوره مخامخ درته ځړېـــږي د ټــول كــــور خـــړه شـــيـــشه ده زه كــــوټـــوال درنــــــه رخــــصــــــت شــــــوم روانــېــــږم دا يــــو څـــاڅـــكى مــې د ژونـــد لـه سمندره نمونه ده

Drama Erfanullah Kotwal, Khas Kunar - Afghanistan -
بېرته شاته