(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

يوه څېره ټوله دنيا؟!

ستا توري سترگي چي اشنا گورمه زه پکي توره افريقا گورمه خانده په سرو شوډو زما لوري ته سره پکي خپله ايشيا گورمه ماته گډېږ ه ښوروه څڼي دي ستا په گډا کي اروپا گورمه د اداگانوپه څپوکي دي زه له نازه ډکه امريکا گورمه په کبر مه اړوه څڼې شاته چي پکي ښکلې آستراليا گورمه سړېږه مه چي په سړښت کي دي زه کنگل کنگل انترکتيکا گورمه څومره نېکمرغه يم سرتير ملگرو يوه څېره ټوله دنيا گورمه

Yawa Chehra Tola Dunya Abdul Wahab Sartir -
بېرته شاته