(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو پښتون او پښتونخوا

راشئ زلميانو چې د نوي ژوند پلان جوړ كړو په آزادۍ باندې سينګار ډول د ځان جوړ كړو عالم ته وګورئ څوك والوته آسمان لټوي څوك په درياب دي ننوتي دُر مرجان لټوي ځينې لــه غرو نه دي چاپير د زرو كان لټوي مطلب دى دا چې همه واړه خپل آرمان لټوي ته به لا پروت يې د غفلت په خوب پر كاله تر څو هم بې خبرو بې هنر و بې كماله تر څو زمونږ ژوندون به وي تر كله ناكرار وروڼو يو به تر كله يو تر بله تل بېزار وروڼو څو به پردو لــه كړو احتياج د ستنې تار وروڼو عصر اتوم كې به تر څو ګرځو بېكار وروڼو لټي سستي كسالت پريږدئ بد مرض دى دا ماده مبداء جوهر چې نه لري نه عرض دى دا پښتنو راشئ چې څه غم نن د سبا وكړو په دغه خپل وروسته كاروان باندې ژړا وكړو يو څه خو خدايږو غمخوري د پښتونخوا وكړو صادق طبيب نه د ګوندۍ د رنځ دوا وكړو دا به مو واړه آبادي وي كه وحدت ولرو پښتو پښتون او پښتونخوا باندې غيرت ولرو د ځانځانۍ په اور به څو پورې خپل ځان سوځوو د تربګنۍ په حريق څله خپل جهان سوځوو مونږ د ګوندۍ په لمبو ولې ټول افغان سوځوو د بدبينۍ لــه لاسه ولې خوار و خان سوځوو څنګه مزه لري ژوندون د اتفاق وروڼو راشئ چې ورك كړو بدبيني نفاق شقاق وروڼو هلئ راپاڅئ زر كړئ مات د اسارت زنځير ټوټې ټوټې پرچې پرچې كړئ د غفلت زنځير ميده ميده ذرې ذرې كړئ د فرقت زنځير د ورور عزيز سره كړئ ټينګ د قرابت زنځير توره ټوپك ډول سينګار كړي د زلميانو سره آزاد ژوندون لري مزه د افغانانو سره پښتنو وروڼو شئ بيدار خپل ګلستان جوړ كړئ وايي سيلاب كامه وال هله خپل نشان جوړ كړئ د پښتونخوا لوړې ژورې خپل جهان جوړ كړئ كه نيكه ګان خوشحالوئ پښتونستان جوړ كړئ خاونده كله به شي پوه قام د افغان زما داده ارزو داده هيله دا آرمان زما

Pashtu Pakhton Au Pakhtunkhwa Arwahaad Sailab Sapi -
بېرته شاته