(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د محمد دين مقيد په ياد

د انسان ژوند يو څو ورځې وي تېرېږي
ښه ده، ښه ده چې په ښه نوم څوك يادېږي
مړ هغه دى چې يې نوم او اثر نه وي
چې يې نوم اثر ژوندى وي نه مړ كېږي
محمد دين مقيد ښه نوم دى ګټلى
اديبان چې يې دېره كې راټولېږي
دى په برخه د غريب بانډې ټينګار كړي
كه هرڅو دونيا بدله شوه بدلېږي
ننګ په پت، ښېګړه توره او وفا كړي
د ادب د اسمان ستورى دى ځلېږي.
-
بېرته شاته