(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د رحمت ولې د شهادت ، وير او ژاړا

څنګ به څوک اووايي آ زاد دی افغان ؟ په خپل وطن کښې مرده باد دی افغان په کور دننه يې هم امن نيشته څنګه خپلواکه زنده باد دی افغان؟ پرون ېي روس، نن امريکه حاکمه د خپله لاسه تل برباد دی افغان په کور يې هر وختې وريږې قهر په غم ککړ ګرځي ناښاد دی افغان په سر پټکئ په غاړه ټايي تړي حيف چې کرزئ او خليل زاد دی افغان خدايه د کوم جرم سزا ورکوی؟ تل په جنګونو او فساد دی افغان څوک ېې شهيد او څوک ېې نه فيروزه مړ په الحاد هم په جهاد د ی افغان

de Rahmat Wali de Shahadat, weer au zara Feroz Khan Apridi -
بېرته شاته