(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ما ته زما خپله پښتونخوا ربه

جوړه غلبله ده په څلور كنجه دنيا ربه هر خوا د غرض توره راويستې ده هر چا ربه څوك به درنه هغه غواړي، څوك به درنه دا ربه ما ته زما خپله_ خپله_ خپله پښتونخوا ربه دا د هسكو غرونو په جولۍ كې د ښكلا وطن دا ګل ګل، مېوه مېوه، جنت جنت زما وطن دا زما د وينې مينې جوړ د سرو لعلونو كور دا د مېړنو پښتنو لوى د نعمتونو كور دا چې د تخليق وېش كې راكړى راله تا دى دا چې بس زما دى بس زما دى بس زما دى دا چې نه د ده، نه د هغه نه د بل چا دى لر دى او كه بر دى د تاريخ د لوى بابا دى زه په پلار نيكه سوچه پښتون يم بدلېداى نشم سر كه مې ګوزار شي له ناموسه تېرېداى نشم ولې دې خراب شي زما دين زما دنيا ربه ما ته زما خپله_خپله_ خپله پښتونخوا ربه كله د غازي بابا پګړۍ زه هېرولاى شم كله مې دنيا بي بي پړونى خرڅولاى شم كله د شهيد له وينې سترګې پټولاى شم كله خپله پېغله شين خالۍ پردۍ كولاى شم كله زه پښتون خپله پښتو خرابولاى شم كله ګلالى زلمى پردو ته ګډولاى شم ولې دې زما حجره، جمات په بم ډېران شي ولې د خندا دې زما ننګ زما ايمان شي ولې دې پيسه زما پښتو زما غېرت واخلي ولې دې زردار زما تاريخ زما ثقافت واخلي ولې دې زما د سر سودا څوك غلچكى وكړي ولې دې خاني زما په كور كلي پردى وكړي نه منمه پلار دغه لار دغه چاچا ربه ما ته زما خپله_خپله_خپله پښتونخوا ربه زه به د اپښتون مې د انسان د مينې رود كړم زه به دا وطن د دې دنيا د امن كور كړم زه به پښتونخوا يو نمونه د شرافت كړم دا خپله پښتو به هم عزت كړم هم قوت كړم دغه نن د شر فساد ميدان به مينه مينه كړم زه به دا جنګونه سوې خاوره بيا رنګينه كړم دا چې شازلمي مو ګوره ورك شي په خوارو پسې دوى به كړم مشغول پخپل هيواد كې خوشحالو پسې دا چې پېغلتوب د جونو اوسوځي بېلتون كې را به شي سپرلى د خوشحالو د دوى ژوندون كې ز به لر او بر د خوشحال خان د ننګ ټبر كړمه زه به د رحمان په مصرعو هر څه معطر كړمه دا ټول ارمانونه مې رښتيا كړې په رښتيا ربه ما ته زما خپله_خپله_خپله پښتونخوا ربه

Mata zama khpala Pakhtoonkhwa raba De Pashto de Adab Plar Ajmal Khatak Baba -
بېرته شاته