(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نوې دنيا به د الفت جوړوۍ

لاړه شلمې صدۍ کډه يوړه خو يو البم ترې ورستو پاتې شولو د سلو کالو تصويرونه پکې ټول ښه اؤ بد پکې صفا ښکاريږي د مارکس لينن سره د زار جګړې دا د هټلر او د چرچل انښتې برلن نه واخله تر جاپانه پورې د کوريا نه تر ويتنامه پورې د بادشاهانو تخت نه کوز غورزيدل د سقه ګانو تخت ته پورته ختل بيا کور په کور خانه جنګۍ دي پکې بس تباهۍ او بربادۍ دي پکې خو مېنځ تر مېنځه پکې داسې تصوير لکه انسان چې د انسان په شان وي د خپل ژور فکر نه ېې کار اخستی د سړي توب کارونه ېې هم کړي دي ده د خپل سر نه اوچت ټوپ وهلی ستوري سپوږمۍ د خپلو خپو لاندې کړل ده د رنځور انسانيت لپاره دارو درملو کې هم کار کړيدی ده د انسان د پرمختګ لپاره پټې او نوې لارې هم پرانستي البم چې ختم شي په سپينه پاڼه تلونکې صدۍ په خپل قلم ليکلي زه درنه لاړمه په خداېې مو سپارم خو د راتلونکې صدۍ خيال به ساتۍ ما ستاسو هر يو غم په زړه زغلمی ستاسو د خوږ داغ په ځيګر اوړمه تاسو ته ما واګي په لاس کې درکړل څه مو چې خوښه وه هغه مو اوکړل خو يويشتمه صدۍ بل رنګې ده دا به د وخت مهار په لاس کې ساتي تاسو به ټول د يو کاروان په شکل د تور ماښام نه سپين سبا ته بوځي تاسو چې هر کله رڼا ته اووځۍ نو بيا د وخت مهار په لاس کې واخلۍ هم دغه وخت دی که جنت جوړوۍ هم دغه وخت دی که دوزخ جوړوۍ

Nawi Donya ba de Ulfat Jorawai by: Ameenullah Daudzi -
بېرته شاته