(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انشاء الله

زما د بابا کور او ورور به خدای که يو صلا شي د وينو په دې ډنډ کې به يو نوی ګــــل پيدا شي د تورو غرو لمنو کې خــــــــوږه خوږه مسکا شته سحر د ستوري ځل کې څه تازه غوندې رڼا شته د لويـــو بــــابــــاګانو ارمــانـونو کـــې ګــــډا شته اسمان وايي جنت به دا ويرانه پښتونخـــوا شي دا وخــت کـــه خــونړی شـي د سرونو مـناره شـي زما نـــوی غــيرت به ېــې له کومي نه ښکاره شي تاريــخ به د فــطرت سره زمـــا د کــــور سبـــا شي که ډير ېې تاو راتاو کړې خو ماتيږي ګورې نـــــــه تس نس دي خو ننګونه ېې وره کيږي ګورې نــــــــه چې موږ ورته رښتيا شو نو دا هر څه به رښتيا شي زما د کور ليتکی د سړيتوب د خونې نــــــور دی په سر کې ورورولي ده په نظر کې ېې ســرور دی په نــوې زمـــانه کـــې بـــه يـــو نـــوی سبـــا راشــي

Insha Allah Ajmal Khatak Baba -
بېرته شاته