(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مسافر په نامه د مور ليک

ځما د سترګو نه پناه ګلابه --- ځما په زړه کې په خندا ګلابه د لرې لرې سلامونه واخله --- د دعاګانو امبارونه واخله په امان اوسې د تودوه بادونو --- هر يو قدم دې شه په سرو ګلونو نيستۍ ظالمې په کوم لور وړی يي --- ځما له خوا نه يي په زور وړی يي که لوږه نه وی مجبوري مو نه وی --- ګرانه که ډيره غريبي مو نه وی زه به په زړه پرهر پرهر ولې وی --- ته به د کوره مسافر ولي وی که لوږه ورکه شوه خو زړه مې وران دی --- ستا يو نظر ليدۀ ځما ارمان دې ځما د سترګو سترګو کيږی خانه --- يوه لحظه مې نه هيريږی خانه ستا د ديدن په بدل ځان مړؤؤ --- څومره په ګرانه ماشومان مړؤؤ چې لږ ناوخته به د شپې راتللې --- ما له به څومره وسوسې راتللی چې کور به نه وې زړه به وران ووځما --- وره ته کتل دغه ګذران وو ځما اوس مې اونه ليدی وختونه اوشو --- وختونه څه چې ډير کلونه اوشو هاغسې اوس هم پامته داره يمه --- لارې ته ګورم ناقلاره يمه د وره په ګړب پسې په شا ګورمه --- غولي ته منډه کړمه تا ګورمه دغه وهمونو ليونۍ کړمه زه --- ذرې ذرې دې جدايۍ ګړمه زه ځما ګلابه په سپرلو ميئنه --- په اخترونو او ميلو ميئنه چې د سپرلو نه به خبريږی کنه! --- په اخترونو به پوهيږې کنه اختر خو ماته هم ماتم غوندې وي--- تا پکې ښکل نه کړمه غم غوندې وي د سپيلنو لوګي به وي او کنه--- په تا نظر څوک ماتوي او کنه؟ لکه ځما دې په زار زار پاسوي--- کنه سحر دې څوک په قهر پاسوي په خاورو سخا په دې لمنې ساتې --- جامې به پاکې که خيرنې ساتې؟ لکه چې څنګ دلته يختي ډيره وي --- اورم چې دغلته ګرمي ډيره وي چې به په سوري که په لمر به يي ته --- په ګيډه موړ او که نهر به يي ته زړګې مې وار نه کوي دا اوليکه --- ما ته په ليک کې خامخا اوليکه دا وسوسې چې مې په زړه شي ګله --- چې دا وهمونه راسره شي ګله بيا مې د ستوني نمړۍ نه تيريږي --- ځما خو دغه ډوډۍ نه تيريږي چې ستا چاچۍ پر پولۍ کيږي ګرانه --- ځما به څه رنګه تيريږي ګرانه ځمونږ وطن د بلاګانو وطن --- ځمونږ وطن د ښامارانو وطن ګنې په دې وطن کې څه نشته دی ؟ --- ګټه د سمې که د غره نشته دې؟ په کور د غم ژوندون ځما برخه ده --- مسافري زړه چاودې ستا برخه ده ليک بس کوومه اجازت دې راخلمه --- په دې دعا درنه رخصت اخلمه خدايي دې نيستي چيرته په بند ګيره کړي --- خدايي دې په دې وطن ډوډۍ ډيره کړي ځما بچيه ! چې خپل کور ته راشی --- پښتون وطن ته خپلې مور له راشۍ

de Masafar Pa nama de Mur Leek Fazal Subhan Abid د پښتنو قامی سنګر -
بېرته شاته