(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حقیقی مینه

تـــــېره شوي چې په چـــــاوي عاشـــــــــقي وې خبر دوي په اصـــــلي خوند د دوستي درتـــه تـــېـــر بـه کـړم مثال د دې خـــبرې چـــې ســــنـــد کــړې دا خــبر دلـتـه دستي ادم خــــان چې ؤ مــــــین په درخو بانــدې عــــشـــــق بوله د دنیا ښــکــــــلا وهستي یــــونــــیم قرن نن نه وړاندې یو زمان کې د جــــیمــزډار قول نقلومه بېکـــــاسـتــي قـــــطـــب خــــان د راڼـــیــزو د ده په خور ؤ مین په نـــــــــــازو باندې په راستـــــي ؤ بـــلـــــو دې ادم خـــان د کـــور غـــــلام قـــــطـــــب خــــــان یې کړ د مینې تومت ادم خــان لا خـــبــر نـــه ؤ لـــه دې حــــاله بــلـوګي قــطــب خان مړ کـــــړ سم دستي د دې حال نــــه چې خبر شـو ادم خــــــان د بـــلــو په مــرګ ئـې ونــه کړه سـستي بــلــو ئـې مړ کړ په بدل د قــطــب خان کې هــم خــفــه شـــو دی د مــینــې په نیسـتي هسې ښکلي عــاشــــقان دنیا نه تېر شول څوک په مینه کې کامـیاب او څــوک ستي عــشق پښتو نه مقــــدم شـو« اهتمــامه»! پـــاکــه مینه چـــې وې داســــي حــقــیقــي

( کــابـــل ، ۱۳۶۹/۳/۴ هــ ، ش ) -
بېرته شاته