(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نـفـاق رنځ

اوس كه خپل جنت وطن كې بې وطن يم خـو اخـــر ددې وطــن اصـلـي څـښـتـن يم
د نـــــفـاق رنــځ راكـې ګـډ دى ناتـوان يم كــه يـو ځــل په اتـــفــاق شـم تــوانـمن يم
د نــــفـاق د رنــځ له درده كــه زه روغ شم بيا مې ګوره چې د خپل وطن واكمن يم
د غاټـول د ګل په بوى كې يم لوى شوى پـروت د دنګـو دنګـو غـرونو په لمن يم
ســاه مې واخله خـو پښتو رانه وانـخلې زه پښـتون يم په پښـتو باندې پـتمن يم
كه زمـا ســتوري په قـــبـر چــېرې راشې په پښـــتو راته دوعـا كـړه پرې مـېن يم
Da Nefaq Ranz Arwahahad Doctor Kabeer Stori

-
بېرته شاته