(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اى پښتونه

اى پښتونه ته يې خوار او زار په څه عمر واړه ګرځې نا قرار په څه جهالت كې دې ټول ژوند وكه تياره كې ته هيڅ نه شوې له غفلت بيدار په څه ولې نكوې نظر ابدي ژوند له تيروې د اسارت روزګار په څه عالم و خوت دكمال لوړې پوړۍ ته ته لا پروت يې بيمار انتظار په څه دې ته عصر عدالت چې خلك وايي دى بندي عبدالغفار نامدار په څه ټول جهان دازادۍ په ميوومست شو پښتانه دي تل په جيل دوچار په څه ددنيا وچې ميرې ټولې تازه شوې نن وچيږي د پښتون ګلزار په څه هند يهود بلكه هر قام خپل ځان ازاد كه اى پښتونه ګرځې ته ناچار په څه اى سېلابه كامه واله تاته وايم نن ګيدړ دى د زمرو بادار په څه

د ښي نه کيڼ خوا ته ښاغلی قاضي غزيز الرحمان ممنون ، سېلاب ساپی او دافغانستان وتلی کمپوزر مرحوم محمد دين ځاخيل Aye Pakhtuna Shaheed Amanullah Sailab Sapi -
بېرته شاته