(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څه ليدلي دي

تا لا دخزان سپيره بادونه څه ليدلي دي يه دسپر لي ګله تا غمونه څه ليدلي دي نور يي دخپل ښاردزيبايش خبری مه کوه تا زما دکلي ښايستونه څه ليدلي دي مونږ ته ملګرو په نيت ښه نه دي بد نيته دي تاسو دسپين پوستو تورتور زړونه څه ليدلي دي ګرم نه دی خبري که دحورو او غلمانو کا شيخ دليوني مينې خوندونه څه ليدلې وي مات به خپل جامونه کړي ساقي که دې تر شونډو کړه تا دسرو لبانو سره جامونه څه ليددلي دي دا چې بلبلان يې طوافونه په ګلشن کوي دوي زما د زړه تازه زخمونه څه ليدلي دي ته يې چې نارې دزنده باد وهې صابره تل تا دهغو خلکو پټ مخونه څه ليدلې دي

Sa Ledaley Dee Sabir Shah Sabir -
بېرته شاته