(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خـــــــــــــــوږه رهبره زمونږ

یادونه: دانظم دپښتنو د رهبر ولي خان با با په جنازه ویلی شویدی

د رڼا ستوری د پښتون د سپين سحره زمونږ خـــــــــــــــوږه رهبره زمونږ ، زمونـــــږ نه مه ځه په خپل کردار د سياست د اسمان نمره زمونږ خــوږه رهــبـــره زمــونــږ ، زمــونږ نه مــــه ځــــه تۀ مـينـه، مينه د بــابـــا فـــخـــر افــغــان يــې زمـــونــــــږ د ننګ په توره پښتونخوا ته خوشحال خان يې زمونږ د رورولیــــو د کـــــاروان ، لـــويــــــه خـــېــبـــره زمــــونــږ خـــوږه رهــــبـــــره زمـــــونـــــږ ، زمــــونــــــږ نــه مــــه ځــــه هلته د جنګ د آزادۍ د مورچلونو غــــــــازي دلته د سرو جامو لښکر د سنګرونو غـــــازي په پاکستان کې د جمهور د مېدان سره مه ځه خــوږه رهــبـــره زمــونــږ ، زمــونږ نه مــــه ځــــــه د قام پرستو د روښانه سياست رهـــبره د سړيتوب د شرافت او د خدمت رهـبـره د سړي خور نظام ډغرې ته لښکره زمونږ خـوږه رهـبـره زمونــږ ، زمـونږ نه مــه ځــــه ته ځورېدې بندي کېــدې توره فضا دغـــه وه چې سر دې نه ښکته کولو ستا ګــناه دغــه وه نن دې قايل خپل او پردي د زړګې سره زمونږ خـــــوږه رهــبـــره زمــونــږ ، زمــونږ نه مـــه ځــــه که په نړۍ دا دی راغلی دی طوفان د بدلون ستا په تکل د رورولۍ تړلې ملا ده پښتون ستــا د مرام چغه راځي د لر او بره زمونـــــــــږ خــوږه رهــبـــره زمــونــږ ، زمــونږ نه مــــه ځــــه د جدايۍ غږ دې بېدار کړو پلی سور رهـــبـــره کۀ خېر وي دغه دی جوړيږي کور او رور رهبره سره به شي چغه د خټک له هر ډګره زمـــــــــونږ خــــــوږه رهــبـــره زمــونــږ ، زمــونږ نه مــــه ځــــه

دپښتنو قامی سنګر Koga rahbara zamong Ajmal Khatak Baba -
بېرته شاته