(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ناهيد سحر

لاړه چې باغ ته شمـه سپين د رامبېل ګلونه خوارۀ په مزکه ويــــنم ورته لېواله شـــــــمـــه زر يې په لپو ټول کړم بيا ورته زير زير ګورم زړه له مې داسې راشي دا چې ډالۍ چاته کړم ته مې په خيال کې راشې مسکۍ شم غلې شانې خو بيا پښتون فطرت مې لاره کې خنډ شـــــي راتـــه زه دغه سپيــــن ګــــلونــــه د پاکې مينې نښـــه دا د چمبې ګلونه د انتظار دا نښې د اوميدونو په ډاډ په خپل کتاب کې کيږدم او زړه ته مې داسې وايم مينه مې پټه کړله انا مې ماته نه شوه پښتو مې اوګټله

Nazam Naheed Sahar دپښتنو قامی سنګر -
بېرته شاته